د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د پکتیا له والي سره په لیدنه کې د ځمکې خړوبولو او برېښنا د تولید بندونو له دوو لویو پروژو څخه خبر ورکړ

mew-admin
Tue, Feb 18 2025 12:11 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا له والي محترم الحاج مولوي مهرالله حماد او د هغه ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي محمد کریم فاتح سره وکتل.

په دغې لیدنه کې په پکتیا ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه، د اوبو او انرژي سرپرست د هغه ولایت والي ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کال کې به د ګاویانو بند، د سورۍ خوله بند او د نوموړي ولایت د اوبو او انرژي ریاست ۲ پوړه تعمیر پروژه پرانیستل شي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست یادونه وکړه چې د مچلغو بند لومړنۍ چارې هم ترسره شوې او د هغه د پلي کولو د امکاناتو له برابرېدو سره به په راتلونکي کې وروستي اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

User account menu