د پروان ولایت په مرکز او بګرام ولسوالي کې د یوه کانال د پاک کاري چارې پیل شوې

د خواجه کانال چې د پروان ولایت د عمومي کانالونو له جملې څخه ګڼل کېږي د پاک کاري چارې یې د پروان ولایت د اوبو او انرژي رئیس حافظ انجینر مجیب الرحمن حبیبی او د دغهٔ ریاست د مرستیال انجینر سید عمران اکسیر لخوا پیل شوې.
نوموړی کانال د ۲۱ کیلومتره اوږدوالي، ۵ متره پلنوالي او د ۷۰ سانتي متره لوړوالي په درلودلو سره له رسوبي موادو څخه ډک شوی و، چې د پاک کاري چارې یې د اوبو ګټې اخیستونکو د ټولنو په لګښت د پروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
له بلې خوا د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار د څېړنیزو څاګانو څخه څارنه وکړه او د هغوی ارقام یې واخیستل.
نوموړي تخنیکي ټيم سربېره پر دې چې د سټېشنونو څارنه او پاملرنه ترسره کړه او تخنیکي ستونزې یې هوارې کړې، د څېړنیزو څاګانو د اوبو سطحه د معلمینو شهرک، هوفیان، بالاغېل، بایان او سعدالله موقعیتونو کې هم اندازه ګیري کړه او د اوبو کیفي ځانګړتیاوې یې واخیستلې.