د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ادیف خیریه بنسټ له مسؤولینو سره د همکاریو په دوام او غځولو باندې ټینګار وکړ

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د ځینو علماؤ( د ادیف خیریه بنسټ مسؤولینو) سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمینځ د دیني مشترکاتو او د ښو اړیکو مخینې ته په اشارې سره، په افغانستان کې د دیني مدرسو او نورو عام المنفعه برنامو د تقویې په برخه کې د نوموړي بنسټ د چوپړتیاوو قدرداني وکړه.
ښاغلي منصور یادونه وکړه چې په افغانستان کې اوسنی نظام د عقیدې په بناء او د یو شرعي نظام د رامنځته کولو په سترې موخې سره رامنځته شوی دی، په همدې تړاو له ټولو اسلامي هېوادونو څخه تمه کېږي چې د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې خپلو همکاريو ته پراخوالی ورکړي.
له بلې خوا د نوموړي بنسټ مسؤولینو د خپلو همکاریو په پراخولو کې ژمنه وکړه، د افغانستان اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.