د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د پکتیا ولایت د شپږو ولسوالیو له مشرانو سره د اوبو او برېښنا د پروژو په اړه خبرې وکړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ډنډ پټان، څمکنيو، جاني خېلو، لجه منګل، احمد خېل، ځاځي آریوب او مېرزکې ولسوالیو له مشرانو سره وکتل.
په دغهٔ لیدنه کې د نوموړو ولسوالیو مشرانو د اوبو بند، برېښنا رسولو او اوبو رسولو پروژې د وزارت رهبري مقام ته وړاندیز کړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر دغو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه وزارت لخوا د هغوی ستونزو ته رسیدګی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیا له والي سره هم په راتلونکي کال کې پکتیا ولایت ته د اوبو د بندونو د دوو پروژو د پرانیستلو څخه خبر ورکړی وو.