د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر محترم مولوي فضل محمد حقاني سره وکتل.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر سره د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي په برخه کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، په دغه لیدنه کې دواړو لورو په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت د فعالیتونو او د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله هم خبرې، اترې وکړې.