د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست د څارنیز ټیم کړنو د ارزولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د اته ولسوالیو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د نوموړي ریاست د اوبو د تنظیم آمر محترم جلیل احمد د څارنیز ټیم د ارزونې راپور وړاندې کړ.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د اته ولسوالیو استازو ته له سلما بند څخه د خوشي شوو اوبو د غوره مدیریت په هکله اړینې لارښوونې وشوې.