د سلما بند د خوشې شوو اوبو مدیریت د څرنګوالي په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Apr 22 2025 2:55 PM
1

دغه ناسته د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د هرات ولایت د اوبو او انرژي رئيس، د اوبو ټولنو د رئيسانو او د اته‌ګونو ولسوالیو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د مسؤلینو او د اوبو ټولنو د رئيسانو د اجراآتو د راپور څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو او د غوره اوبو لګولو په هکله د اوبو ټولنو رئيسانو او د اته‌ګونو ولسوالیو استازو ته اړینې لارښوونې وشوې.

په ورته مهال، د اته‌‌ګونو ولسوالیو استازو له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو د غوره مدیریت په پار د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د خپلو همکاریو د دوام په هکله ډاډ ورکړ.

د دغې ناستې په پای کې له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه پر لا زیاتې څارنې باندې ټینګار وشو.

User account menu