د اوبو او انرژي وزارت د جومات پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت د جومات پراختیا د پروژې چارې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په شتون کې پیل شوې.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره د وزارت د جومات ودانۍ له درې خواوو کابو ۱۸۰ متره مربع پراخیږي.
د دغې پروژې بودجه د ترکیې هېواد د اډیف خیریه بنسټ له لوري تمویلیږي. د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د وزارت د جومات د ترمیم او بیارغونې پروژې چارې هم د نوموړي خیریه بنسټ په مالي همکاري پلي شوې وي.