پکتیکا ولایت کې د ګیناوې چکډم چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
Sat, May 03 2025 12:25 PM
1

د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي اړوند د ګیناوې چکډم چارې د ۲ میلیونه، ۲۹۷ زره او ۴۶۳ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی چکډم د ۳۷ زره او ۳۴۳ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د ځمکې لاندې اوبو په تغذیه کې به مثبت رول ولوبوي.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

User account menu