کاپیسا ولایت کې د یوه ذخیروي بند، د څنډو د ټینګښت او حوض لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالي د کوندا درې اسکین کلي ذخیروي بند او د کوندا کلي د سیلبر څنډو د ټینګښت او د اوبو حوض لومړنۍ، تخنیکي، اقتصادي، ټولنیزه او چاپیریالي سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو سروې د اوبو د برابرولو، د کرنیزو ځمکو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه ترسره شوه.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به کابو ۳۶۰ کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیره مستقیم ډول ګټه پورته کړي.