د یتیمانو پر شونډو د موسکا شیبې

mew-admin
Fri, Jul 11 2025 3:52 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، نن د کابل ښار حبیب‌الله ځاځي تفریحي پارک ته د خاتم‌الانبیاء دارالایتام له شاوخوا ۸۰ تنه زده‌کوونکو سره د تفریح په موخه سفر وکړ. نوموړي دا سفر د خوښۍ، همدردۍ او انساني مسؤلیت یوه مهمه نمونه وبلله، ویې ویل له یتیمانو سره مینه، مرسته او لاسنیوی زموږ دیني، انساني او وجداني وجیبه ده، باید هر څوک د خپل توان مطابق د دغو ماشومانو تر څنګ ودرېږي.

همدارنګه د دارالایتام ناظم، مولوي عبدالباري احمد، د وزیر صاحب دغه انساني اقدام وستایه او ویې ویل چې دا ډول فعالیتونه نه یوازې د یتیمانو پر روحیه مثبته اغېزه کوي، بلکې د دوی د علمي او تفریحي پرمختګ لپاره هم ارزښتناک ګامونه دي.

ورته مهال د خاتم‌الانبیاء دارالایتام څخه د راغلو زده کوونکو د وزیر صاحب دغه کار وستایه او مننه يې ورڅخه وکړه، چې هر وخت د یتیمانو علمي او تفریحي برخه کې اړینه پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده چې "خاتم‌الانبیاء" دارالایتام د ۱۴۴۱هـ‌.ق کال راهیسې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د الحاج محترم ملا عبداللطیف منصور له لوري جوړ شوی، څو د هغو شهیدانو یتیمان چې د دین او وطن په لار کې یې سرونه قربان کړي، له علم او تربیې څخه برخمن شي. دا مهال په دغه مرکز کې له ۱۶۰ زیات زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

User account menu