د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د "ادارې او مدیریت اصول او بنسټونه" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه جوړه شوه
د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د کارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځنۍ ښوونیزه برنامه د "ادارې او مدیریت اصول او بنسټونه" تر سرلیک لاندې ترسره شوه.
ګډونوال په دغه پړاو کې د اداري مدیریت، د کړو وړو ډولونو د غورهوالي او د چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې د ورځنۍ ټکنالوژي څخه د ګټې اخیستنې له اړینو مفاهیمو سره پېژندګلوي ومونده.
د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول ښوونیزو برنامو جوړول د کارمندانو د وړتیا لوړونې او د اداري سیسټم د غورهوالي به برخه کې لوړ ارزښت لري.