د پاشدان بند څخه د اوبو او انرژی وزارت سرپرست لیدنه.

mew-admin
Thu, Jun 20 2019 8:37 AM
اخبار

ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کی په داسې حال چې د هریرود- مرغاب سیندونو عمومی حوزی رییس او یوشمیر چارواکو حضور درلود، پاشدان بند څخه لیدنه وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د پاشدان بند د پروژې د کار روانې څارنه او ارزونه وروسته، د دې بند اغیزمنتیا ته په پاملرنه، د هریرود- مرغاب سیندونو حوزی چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دې بند په جوړولو کې خپلې فعالیتونه چټک ورکړئ.
په هرات ولایت د کرخ په ولسوالۍ کې د پاشدان زیرمه یز بند، د اوبو او انرژۍ وزارت د لویو پروژو څخه (د کار لاندې) یو پروژه دی چی د دغی قرارداد په مشترک ډول د دوه، هیوادوال او اِوراسکن "آذربایجانی" شرکتونو سره د 117.8 میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی. اوس د پاشدان بند کار 31٪ وده کړې او د بند بدنه، د بند دیوالونو، پرچاوه او کانالونو یی چې د دې بند په اوږدو کې موقعیت لري، کار روان دی.
د پاشدان بند، چې د موسومی سیلابونو کنټرول او د زراعتي ځمکو خړوبولو په موخه په هرات کې جوړ شوی دی، د ودانولو وروسته به 2 میګاواټ د برښنا تولید ظرفیت به ولري.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu