د شمال عمومي حوزوي رئيس د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي ټیم سره د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید دستګاه نصبولو د لومړنۍ سروې ترسره کولو په هکله خبرې وکړې

MEW-Media
Wed, Sep 03 2025 3:59 PM
1

د شمال عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر رفیع‌الله مجتبی د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري، صنعت او سوداګري او چاپیریال ساتنې ریاستونو د استازو په شتون کې د شیخ مولوي سلطان محمد ریان تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي ټیم سره د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید دستګاه نصبولو د لومړنۍ سروې ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي مجتبی په دغه لیدنه کې د دغې پروژې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د وزارت تخنیکي ټیم ته دې اړینې آسانتیاوې چمتو کړي.

همدارنګه، له دغې لېدنې وروسته،  د بلخ ولایت د سیمه ایزو ادارو استازو د نوموړې پروژې د پلي کولو په موخه د حیرتان سیمې په دوه لاره کې ۲۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه تخصیص کړه.

User account menu