د اوبو او انرژي وزارت سلاکار د یو، این، ډي، پي له مشر سره د کنړ ولایت په زلزله‌ځپلو سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

MEW-Media
Wed, Sep 03 2025 4:56 PM
1

 

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د خپل کار په دفتر کې د یو، این، ډي، پي، مؤسسې له مشر ښاغلي سټیفن رودریک سره وکتل او د کنړ ولایت په زلزله‌ځپلو سیمو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د وزارت سلاکار په دغه لیدنه کې د نوموړې مؤسسې له رئيس سره د کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو او د سپین غر او هغو ځایونو کې چې غرونه یې خاوره لري او هوا یې مساعد ده، د لمریزې برېښنا څخه د ځنګلونو د احیاء، د سړو خونو جوړولو، د خوړو امنیت، راستنېدونکو افغان مهاجرینو ته د کار د زمینې چمتوکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله هم خبرې، اترې وکړې.

همدارنګه، د نوموړې مؤسسې رئيس په دغه لیدنه کې وویل مونږ څه بودجه لرو؛ غواړو هغه ستاسو سره په مشوره او همکاري مصرف کړو.

User account menu