تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت پروژې د اتم لاټ چارې ۸۳ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Wed, Nov 05 2025 11:20 AM
۱

د آمو  سيند څنډو د ټينګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست د انجنيري ټيم په ملتيا د تخار ولايت په درقد ولسوالي کې د آمو سيند څنډو د ټينګښت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او ښه کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د ټینګښت دغه پروژه چې یو کیلو مټر اوږدوالی لري، چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پرمختیایي بودجې څخه د ۶۵میلیونه، ۳۸۴ زره او ۵۹ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۸۳ سلنه بشپړه شوې ده.

User account menu