د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سلاکارمعرفي شو.

mew-admin
Wed, Dec 10 2025 2:09 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا عالی مقام د منظوري پر بنسټ، محترم مولوي محمد وزیر فدایي د اوبو د چارو سلاکار په توګه  معرفي شو.

د نوموړي د معرفي مراسم نن د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر رئیسانو په حضور کې د هغه په کاري دفتر کې ترسره شول، چې ګډونوالو نوموړی ته د نوې دندې مبارکي وویله او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.

 د یادونې وړ ده چې محترم مولوي محمد وزیر فدایي په ديني علومو کې لوړې زده کړې کړي، او په دې برخه کې یې ګڼ  شمېرعلمي آثار لیکلي دي. نوموړي د افغانستان اسلامي امارت په نظامي او جهادي برخو کې هم د پام وړ ویاړونه لري او تر دې وړاندې یې د ارګ د قوماندان او د ساتنې مسؤل په توګه دنده تر سره کړې ده.

User account menu