د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د ګلدرې له ولسوال او قومي مشرانو سره په هغې ولسوالي کې د برېښنا رسونې پروژې په هکله خبرې، اترې وکړې

MEW-Media
Sun, Jan 04 2026 3:05 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د ګلدرې له ولسوال محترم مولوي محمد عثمان عثماني او د هغې ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د ګلدرې ولسوال او قومي مشرانو په نوموړې ولسوالي کې د برېښنا رسونې پروژې او د اوبو ذخیروي بند د جوړوېدو غوښتنه وکړه.

د انرژي محترم معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له لوري به په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د ګلدرې ولسوالي د برېښنا رسونې په برخه کې اړینه پاملرنه وشي.

User account menu