د اوبو او انرژۍ وزارت د تدارکاتي مراحلو لاندې پروژو د همغږۍ غونډه جوړه شوه..

دا غونډه چی د اوبو او انرژۍ وزارت د اداری او مالی مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال په مشرۍ د تدارکاتي مراحلو لاندې پروژو چارو ته د چټکتیا په موخه جوړه شوې وه، د ملی تدارکاتو اداری استازو، د تدارکاتو رییس او د دی وزارت د تدارکاتو کارپوهانو او د ریاستونو د تدارکاتو آمرینو ګدون کړی وو.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اداری او مالی مرستیال د تدارکاتو د طرزالعمل او قانون سره سم د پروژو د تدارکاتو مراحلو د پرمختګ او چټکتیا لپاره د همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.