د بلخ ولایت پتمنو خلکو ته زیری!

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی د بلخ ولایت د فیض آباد کانال د لومړي لات او دوهمه لات د بیارغونې پروژو قرارداد د "امان ذبیح" ساختماني شرکت سره د دې وزارت په مرکزي دفتر کې نن ورځ ( د زمري میاشتې په ۳۰ نیټه) لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي خُلمی په وینا دا پروژې د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې موقعیت لري. د ۱۰،۲ کیلومتره په اوږدولی بیا رغونې کیږی چی د هغی بودیجه د نړیوال بانک لخوا د ۵۹۰۶۴۲۰۵ افغانیو په لګښت به تمویل شي.
د یاد شوې پروژو له بشپړیدو وروسته، د دې کانالونو د اوبو لګونې ظرفیت له ۱۰۸۰۰ هکټاره څخه ۱۲۰۰۰ هکټاره ته لوړه کیږی او ۱۳۵۶۰ کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه پورته کوی.
همدارنګه د یاد شوې شرکتونو چارواکو ژمنه کړې چې دوی هڅه کوی د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې د پروژو تطبیق او ګته اخیستنی لپاره به وسپاری.