په ارزګان ولایت کې به د آغا جان بند تر څنګ د څو نورو پروژو چارې پيل شي.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۹:۶
321

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت والي ښاغلي عنایت محمد عمر شیرزاد سره وکتل او د اوبو پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ.

په دغه لیدنه کې د ارزګان والي د دغه ولایت د ولسونو په استازیتوب له ښاغلي تکل سره مننه وکړه، چې د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې اروزګان ولایت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه یې وستايل.

وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي تکل د ارزګان ولایت والي ته په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت پروژو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه "په روان کال کې به په ارزګان ولایت کې د (آغا جان) بند تر څنګ د یو شمېر نورو پراختیایي پروژو چارې پيل شي، چې په دغه ولایت کې به په زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."

د یادونې وړ ده چې اوس مهال په ارزګان ولایت د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د (سراب او شفلوغ) بندونو چارې روانې دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

کار پروژه‌های چکدم قریه پاواز در ولایت پروان بیش از ۵۰ درصد پیش‌رفته است

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ش

تیم تخنیکی مشترک ریاست حوزه فرعی دریایی غوربند – چاریکار و اداره‌های ذیربط از جریان کار چکدم‌های قریه پاواز در ولسوالی شیخ علی ولایت پروان نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

کار پروژه برق خورشیدی ۱۳۱ میګاوات در ولایت غزنی به سرعت جریان دارد

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ش

کار پروژه برق خورشیدی ۱۳۱ میگاوات در ولایت غزنی که با سرمایه‌گذاری شرکت عزیزی انرژی تحت نظارت ریاست حوزه فرعی دریایی غزنی مربوط وزارت آب و انرژی، به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

از روند کار پروژه‌های جاری در ولایت غزنی نظارت صورت گرفت

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ش

مسئولین ریاست حوزه فرعی دریایی آب ایستاده غزنی از روند کار پروژه‌های پاک‌کاری و سنگ‌کاری کاریزها و کانال‌ها در ولسوالی‌های گیرو و اندر این ولایت. . .

BACK TO NEWS

User account menu