په کاپیسا ولایت کې د باغدرې بند وروستي مطالعات د ام، جي/ ام، سي، سي مؤسسې لخوا پیل شول
![1](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-06_at_12.12.40_a2af1a4a.jpg)
د نوموړې مؤسسې تخنیکي پلاوي د ښاغلي کوین په مشري د معاونینو او ورسره مل تخنیکي ټیم د پنجشېر په سیند تخنیکي مطالعات پیل کړل.
دغه څېړنه د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئیس انجینر کاوه خروش او د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي ټیم په مرستې سره د نو قلعې هروکي له سیمې څخه تر احمد بېک تپې او د اسکم درې لارې پورې به دوام وکړي او د نوموړې کمپنۍ متخصص پلاوي به د پنجشېر په سیند، په کاپیسا او پروان ولایتونو هایدرولوژي مطالعاتو ته دوام ورکړي.