لوګر ولایت کې د سربندونو، تحکیماتي او محافظتي دېوالونو، ترنابونو او د برېښنا تولید د کوچنیو بندونو سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست په همغږي سره د نوموړي ولایت د ازرې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د سربندونو، تحکیماتي او محافظتي دېوالونو، ترنابونو او د برېښنا تولید د کوچنیو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو لومړنۍ سروې د امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ ترسره شوه.