تخار ولایت کې د یتیم تپې د څنډو د ټینګښت اتم لاټ پروژې چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

د تخار ولایت د درقد ولسوالي د یتیم تپې د څنډو د ټینګښت اتم لاټ پروژې چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پروژو د کنټرول کیفیت ریاست تخنیکي ټیم د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د ودانیزو او تخنیکي چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه یې انجنیرانو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.