تخار ولایت کې د یتیم تپې څنډو د ټینګښت پروژې د اتمې برخې(لاټ) چارې ۴۲ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Thu, May 08 2025 9:46 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست مسؤلینو او ورسره مل د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست مسؤلینو د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د یتیم تپې څنډو د ټینګښت پروژې د اتمې برخې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې تر اوسه پورې ۴۲ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu