ارزګان ولایت کې د اکویډکټ پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Sun, Jul 13 2025 4:24 PM
1

د ارزګان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې د لبلان کانال اړوند د اکویډ کټ پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د ارزګان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.

User account menu