لغمان ولایت کې د غازي باغ چکډم جوړولو پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه

mew-admin
Wed, Jan 14 2026 9:47 AM
۱

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند په شهیدانو کلي کې د غازي باغ چکډم جوړولو پروژې چارې د څه د پاسه ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او د دغه ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې پراخې کرنیزې ځمکې د سیلابي اوبو له ګواښ څخه خوندي او د اوبو د مدیریت په برخه کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

دغه چکډم د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu