په فاریاب ولایت کې د یته اوروق سربند او کانال جوړولو پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۷ هـ.ل
د شیرین تګاب ـ میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د یته اوروق سربند او کانال جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر لا ښه پرمخ وړلو باندې ټینګار وشو.
د یادې پروژې چارې، چې د ۲۳۶ زره او ۸۶۹ ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
یاده پروژه د سطحي اوبو د زېرمه کولو، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي، د څښاک اوبو د برابرولو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د دوامدارې کرنې د ملاتړ په موخه پلې کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
