د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونسیف له عمومي رئيس سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د دوو اړخیزو همکاريو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۳۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد ، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم هم شتون درلود، په افغانستان کې د یونسیف له عمومي رئيس محترم ډاکټر تاج الدین او د نوموړې موسسې له یو شمېر نورو مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د دوو اړخیزو همکاریو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اقلیمي بدلونونو اغېزو او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره د یونسیف له موسسې څخه و غوښتل چې د هېواد په لرو پرتو ولایتونو کې د څښاک اوبو د برابرولو پروژو، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، د تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو او د انجنیرانو د وړتیا د لوړولو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

په ورته مهال، په افغانستان کې د یونسیف موسسې عمومي رئيس هم څرګنده کړه، چې د اوبو پروژو پلي کول د دغې موسسې په لومړیتوبونو کې ځای لري او یونسیف په پام کې لري، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت او د څښاک صحي اوبو د برابرولو په برخه کې کار وکړي.هغه همدارنګه زیاته کړه، چې دغه موسسه به له دې وروسته په افغانستان کې د انرژي د پراختیا په برخه کې هم فعالیت وکړي.

همدغه راز، په دغه ناسته کې دواړو لورو د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې د دوو اړخیزو همکاريو د ترسره کولو په موخه یو بل ته ډاډ ورکړ او پر همغږي او د عملي همکاریو پر پیل باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu