د فراه ولایت خلکو ته زیری!

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۸:۳۵
اخبار

د فراه ولایت د بخش آباد بند د تفصیلي ډیزاین چاری بشپړ شو.
د فراه ولایت د بخش آباد بند د تفصیلي ډیزاین چاری په دوو مرحلو کې بشپړ او دا مهال د ملي تدارکاتو ریاست کې تر کار لاندې دی.
( اینجا) پدې اړه غونډه چی په اوبو او انرژۍ وزارت کې جوړه شوې وه د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل، رییسانو، د هایدروآرک شرکت رییس او د خلکو استازو او د فراه د ولایتي شورا غړو برخه اخیستلې وو.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د هایدروآرک شرکت د فعالیتونو او د دې ولایت د خلکو د ملاتړ څخه د ستاینه ترڅنګ غونډه پیل کړه( اینجا) او وویل: په تیرو 40 کلونو کې د اوبو مدیریت په اړه کوم د پام وړ کاري نه دی شوی وه، مګر پدې وروستیو کې د هیواد د اوبو سرچینو په پراختیا کار شوی چې د بخش آباد بند یو له دوی څخه ده.
په ورته وخت کې د اوبو د برنامو رییس انجنیر فرهاد نورزی وايي د فراه ولایت د بخش آباد بند د تفصیلي ډیزاین چاری په دوو مرحلو کې بشپړ او اوس مهال د ملي تدارکاتو په ریاست کې تر کار لاندې دی.
د فراه ولایت د خلکو استازی ښاغلی عبدالنصیر "فراهی" د بخش آباد پروژې جوړول په بیلابیلو اقتصادي ، ټولنیزو ، کلتوري او د اوبو د کموالي له امله د بې وزلۍ او مهاجرت په برخو کې اغیزمن وبلله.
په ورته وخت کې د خلکو یو شمیر استازو او د فراه د ولایتي شورا غړو له دغه پروژې څخه خپل ملاتړ څرګنده وکر.
د فراه ولایت د بخش آباد بند د بشپړیدو وروسته د دریو توربینونو لخوا 27 میګاواټه برښنا تولید او د دوه کانالونو لخوا به 68590 هیکټاره ځمکه د خړوبولو ظرفیت لری.
دا پروژې چی د 87 مترو په لوړوالي جوریږی 597 ملیونه ډالر لګښت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu