نورستان ته دانرژی او اوبو وزارت لوړ پوړی هیئت سفر.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۲:۸
اخبار

د هیواد د جمهور رئیس جلالتمآب داکتر محمد اشرف غنی د ځانګرې هدایت په بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزارت د مالی او اداری مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال د تجارت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي، د اقتصاد وزارت، د کرنې او مالدارۍ وزارت او د چاپیریال ساتنې ملي اداري مرستیالونو او د چارو ادارې لوی ریاست چارواکي سره نورستان ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر موخه په نورستان ولایت کې د جلغوزو د صادراتو او تولیداتو د پراختیا په کنفرانس کې ګډون کول و.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالی او اداري مرستیال ښاغلی الماس باور زاخیلوال په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د ګبیوني له یو شمیر پروژو او پدې ولایت کې د چک دم جوړولو لپاره له یو شمیر سروې شویو سیمو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي زاخیلوال نورستان ولایت ته د خپل سفر پرمهال په دغه ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اداری ساختمان هم پرانیست.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu