په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
۱

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادو پروژو چارې چې د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږی، تر اوسه پورې ۸۰ سلنه بشپړې شوې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۸۰ زره متر مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه شي.

همدارنګه، د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په ګیلان ولسوالي کې د مقرب کوچني بند  د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د ۵ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.

یاد بند د ۸ متره په لوړوالي او د ۱۰۱ متر په اوږدوالي سره جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۶۰ زره متر مکعب اوبه زېرمه شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu