خبرونه
د اوبو په برخه کې د پکتیا ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریکې شوې
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا له ولسوال محترم مولوي نورالله انس او د نوموړې ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
په دغه. . .
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د ګوهرګان کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې وڅېړلې
د پنج آمو سینديزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د ګوهرګان کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو ترمنځ د اوبو پر سر راولاړې شوې ستونزې د اوبو د کمښت له امله له. . .
پکتیا ولایت کې د دوو تحکیماتي دېوالونو د جوړېدو چارې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
پکتیا ولایت کې د جلګې خوړ څنډو د ټینګښت په موخه د بر کوچي خېلو استنادي دېوال او د نورالدین بابا کلا د ګبیوني دېوال د جوړېدو چارې د ۱۸ میلیونه، ۸۷ زره او ۱۰۲ افغانیو په لګښت د پکتیا. . .
پروان ولایت کې د یو باب ترناب او سیفون د بیا رغونې، د محافظتي دېوالونو د جوړونې او پاکاري چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پروان ولایت د مرکز اړوند په جنګل باغ سیلبر او بالاغیل سیمو کې د یو باب ترناب او سیفون د بیا رغونې، د محافظتي دېوالونو د جوړونې او پاکاري چارې بشپړې او د پروان والي محترم شیخ عزیز. . .
غزني ولایت کې د موټر مينځلو ځایونو مالکینو ته د اوبو د سپما په هکله اړینې سپارښتنې وشوې
د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د موټر مینځلو ځایونو له مالکینو سره وکتل او د اوبو د سپما په هکله اړینې سپارښتنې وکړې او د ځمکې لاندې اوبو د کړنلارې او د ریسایکل. . .
غزني ولایت کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې دي
د غزني ولایت په ناوې ولسوالي کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې، چې شاړې ځمکې به خړوبې شي.
په دغه کاریز کې په داسې حال کې اوبه راوتلې دي، چې د نوموړي کاریز په. . .
د لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې عمومي ریاست اړوند د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسیزي، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبدالله حسیني. . .
غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز چکډمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د غزنی سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.. . .
کابل منځنۍ سیندیزه فرعي حوزه کې خلکو ته د پر وخت او آسانه چوپړتیاوو د وړاندې کولو په هکله ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا احسان الله حقیار او د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو رئيس محترم انجنیر شفیع الله زاهد ترمنځ د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .
