خبرتیا !

MEW-Media
888

خبرتیا !

د اوبو او انرژي پخواني وزارت او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د IRDP پروژې اوسني او پخواني قراردادي شرکتونو؛

دا چې د IRDP پروژه د ۲۰۲۰ کال د ډسامبر میاشت په آخر کې ختمه شوې او اوس د Grace Period په مرحله کې قرار لرو او دغه دوره د ۲۰۲۱ کال د جون په اخر کې ختمیږي، د جون په وروستۍ نېټه د نړیوال بانک ځانګړی اکونټ بندیږي او د پیسو ورکړه نه تر سره کیږي.

بناء له ټولو هغو قراردادي شرکتونو څخه چې پروژې یې بشپړې شوي او د پروژې بشپړېدو وروسته یې یو کال موده بشپړه شوي وي خبر ورکول کیږي چې د خپلو تامیناتو تر لاسه کولو لپاره خپل د دایمي تسلیمي اسناد، د شرکت غوښتنلیک او د خپل رویالټي اسنادو سره د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې تر ١٤ نېټې پورې د تامیناتو اجراء په موخه د برنامو د انسجام ریاست ته تشریف راوړي.

او همدارنګه هغه شرکتونه چې د تسلیمۍ یو کال میعاد یې بشپړ کړی نه دی او يا د پروژې کار يې جريان لري هیله کیږي چې د خپلو تامیناتو اجرا لپاره بانکي ضمانت راوړي او د خپلو تامیناتو غوښتنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې یاد اسناد باید د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې تر ١٤ نېټې پورې حاضر کړي؛ له هغه ور هاخوا مسؤلیت د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په غاړه نه بلکې قراردادي شرکتونه مسؤل دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest announcements

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Sat, Jul 23 2022 8:26 PM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by Ministry of Water and Energy...

Back to announcements

User account menu