په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د کار پۀ مقابل کې دخوړو پروګرام بشپړ شو.

mew-admin
Wed, Apr 13 2022 10:28 AM
1

د کار پۀ مقابل کې د خوړو پروګرام پهٔ ډنډه پټان ولسوالۍ کې د څۀ باندې 76 ټنه غنمو د مزد پهٔ ورکولو سره د کانالونو او کارېزونو پهٔ پاک کولو سره بشپړ شو.

دغه پروګرام، چې د روانې مياشتې پهٔ لومړيو کې پېل شوى و؛ د ورځني 10 کيلو غنمو د مزد پهٔ ورکولو سره پهٔ ياده سيمه کې د 95 کلیو اوسيدونکو د بشري ځواک پۀ مرسته بشپړ شو.

د دې پروګرام پهٔ بشپړېدو سره د ترسره شوي کار پۀ وړاندې څۀ باندې 76 ټنه غنم مزدورانو ته د مزد پهٔ ډول د مسؤلینو لۀ لوري وويشل شول.

د يادې ولسوالۍ خلک له دې پروګرامه خوښي څرګندوي او غواړي، چې پهٔ راتلونکي کې دغه ډول پروګرامونه لا زیات پهٔ لاره واچول شي.

User account menu