د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې د ترکۍ شنګ چکډم چارې 95 سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sun, Dec 01 2024 9:15 AM
1

د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست په بکخېل ولسوالۍ کې د ترکۍ شنګ چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د نوموړي چکډم رغنیزې چارې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د څه باندې 1.2 میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کورني ودانیز شرکت لخوا د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چارې یې 95 سلنه پرمخ تللې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستني ته وسپارل شي.

User account menu