د کنړ ولایت شریف خلکو ته زیری!

mew-admin
Sat, Jun 08 2019 3:16 PM
news

د کنړ ولایت په منوګی ولسوالۍ کې د آبی بریښنا بند دستګاه د کار رغول پروژې بشپړ شوی او دیر ژر د ګټه اخیستلو لپاره به وسپارل شی. دا پروژه د 2.1 میگاواټه د برېښنا تولید ظرفیت لري چی د دی بند د ګټی اخیستلو سره 4000 کورنۍ د دی بند شاوخوا اوسیدونکی د بریښنا رڼا څخه برخمنه کیږی. د پروژې لګښت 9.8 میلیون ډالر دی چی د ابو او انرژۍ وزارت د پرختیایی بودیجه څخه په کنړ ولایت کی د پیچ سیند پورته جوړ شوی دی. د دغی پروژی ساخت د اوبو او انرژۍ وزارت د مستقیم نظارت تر لاندې، د امین کاپیسا قراردادی شرکت لخوا بشپړ شول او اوس د ګټی اخیستلو لپاره چمتو دی. ..