د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو په تړاو د پروان د اوبو او انرژي ریاست وړاندیزونه او طرحې د یوناما دفتر له مسؤلینو سره شریکې شوې

د پروان د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي د دغه ریاست د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د یوناما دفتر له مسؤلینو سره وکتل او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو د لارو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، په دغه لیدنه کې د پروان د اوبو او انرژي ریاست وړاندیزونه او طرحې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو، د اوبو او سیلابونو د غوره مدیریت او د بنسټیزو پروژو د اغېزمنتیا کچې لوړولو په هکله د نوموړي دفتر له مسؤلینو سره شریکې شوې.