د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې شاوخوا ۳۶ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۱ هـ.ل
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر لا ښه کیفیت او چټکتیا باندې ټینګار وشو.
د یاد بند چارې چې د اسلامي امارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱۶۵ میلیونه، ۹۸۵ زره او ۹۰۹ افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې شاوخوا ۳۶ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به کابو یو میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترڅنګ، به ۱۶۰ هکتاره ځمکه هم په غیر مستقیم ډول خړوبه شي.
