د اوبو لګولو د دوو پروژو هوکړه لیک د اوبو او انرژی په وزارت کې لاسلیک شوو.

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۲ - ۱۴:۲۰
mew

د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی اود گـټونکو شرکتونو د استازو لخوا د پکتیا ولایت ارګون ولسوالی د ذامه کانال د اعمارولو د پروژی هوکړه لیک او د هرات ولایت انجیل ولسوالی د جغرتان کانال د بیا رغونی هوکړه لیک لاسلیک شوو.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرت ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د پکتیا ولایت ارګون ولسوالی د ذامه کانال د اعمارولو د پروژی په اړه خبری وکړی او ویی ویل: دغه پروژه چې د اوبو او انرژی وزارت لخوا تمویل کیږي، د 3,907,200 افغانیو په ارزښت ده پخوا، د سیمې کانال 1000 هکټاره ځمکې خړوبولې او د دې سیمې د بیا رغونی څخه وروسته، د اوبو لګولو لاندې ساحه به 1400 هکټاره ځمکې ته لوړه شي کوم چی ۵۰۰ کورنی به د دی څخه ګټه پورته کړی او د ۹ میاشتو په ترڅ که به پای ته ورسیږی.
او د هرات ولایت انجیل ولسوالی د جغرتان کانال د بیارغونی هوکړه لیک د 77,527,051افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږی د دې کانال د بیارغونی څخه وروسته به د اوبو لګولو ساحو کې د 1,141 هکټارو څخه 1,318 هکټاره ځمکه زیاتوالی ومومی.
وروسته د ګټونکو شرکتونو استازو خبرې وکړې او ژمنه یی وکړه تر څو د هوکړه لیک سره سم عمل کول، په یو وخت کې او د غوره کیفیت سره د پروژو کار بشپړ کړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

ډېر ژر د کجکي بند پروژې په اوږدو کې د ځمکو او ملکیتونو د مالکیت حق تثبیت او استملاک چاري پېل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلی محمد جواد پیکار د کجکي بند د حریم پر تعیین او تثبیت ټینګار وکړي...

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د ځینو کورنی او بهرنی پانګه اچونکو سره لیدنه

د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی، د آذربایجان جمهوری اس تی پی نړیوال د بازار موندنی شرکت مسوول ښاغلی ناطق فت علیوف...

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د نړیوال بانک چارواکو سره د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی لیدنه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی په خپل دفتر کې د نړیوال بانک چارواکو سره لیدنه وکړه...

بیرته تګ