د لغمان ولایت د شاهي کانال د لومړي فاز پروژې د لومړۍ برخې(لاټ) پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۳:۵۵
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د لغمان والي محترم شیخ شیراحمد حقاني، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، سیمه ییزو مسؤلینو او د لغمان ولایت د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او ژمنه یې وکړه، چې هڅه کوي چې د دغه کانال د نورو برخو د پلي کولو امکانات هم چمتو شي.

ښاغلي منصور یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په هېواد کې د اوبو او برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په برخه کې ګڼ شمېر کارونه ترسره شوي او اوسمهال هم د پنځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو لپاره امکانات چمتو شوي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

په ورته مهال، د لغمان والي محترم شیخ شیراحمد حقاني وویل چې د شاهي کانال جوړونه نه¬یوازې د لغمان، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یوه ستره  او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده.

له بلې خوا، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د شاهي کانال جوړونه د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې یو ستر ګام وباله.

همدغه راز، د قراردادي شرکت مسؤل محترم انجنیر حمیدالله همت هم د پروژې ارزښت ته اشاره وکړه او د پروژې د غوره پلي کولو په موخه یې ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو(لاټونو) کې پلي کېږي او  ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري، چې د پلي کولو په موخه له دوو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu