پکتیکا ولایت کې د دوو چکډمونو پروژې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت په خوشامند او وړممۍ ولسواليو کې د لوی زموک او ډمزکي چکډم پروژې د شپږ میلیونه، نهه سوه، یو وېشت زره، نهه سوه او اته شپیته اعشاریه شپږ شپيته(6921968.66) افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوی زموک چکډم د ۵۸ متره په اوږدوالي، د ۵.۵ متره په جګوالي او د ډمزکي چکډم د ۷۵.۵ متره په اوږدوالي او ۵متره په لوړوالي سره جوړ شوی، چې دواړه چکډمونه د ۲۵۸۱۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.