روانې پروژې
په سمنګان ولایت کې د آسيا اباد کانال د بيا رغونې کارونه ۸۸ سلنه مخکې تللې دي.
دا پروژه د اوبو چارو تنظيم ملي ادارې لخوا د اوبو د غوره مدیریت او زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په آسیا اباد کلي کې پلې کيږي...
د نوي ارچي کانال د ۷ لاټ چارې ۲۷ سلنه بشپړې شوي دي.
نوی ارچي کانال پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د آسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کارموندنې په موخه...
په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغولو چارې په ښه توګه روانې دي چې تر اوسه یې ۱۵ سلنه چارې بشپړې شوي.
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې تطبیق کیږي...
د تخار ولایت د ارچي سربند عملي چارې ۹۷ سلنه پر مخ تللي دي.
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د اوبو مدیریت او تنظیم، د اوبو لګولو کانالونو ژغورلو او د ارچي کانال ...
په بلخ ولایت کې د قدیم سربند او کانال پروژې عملي چارې ۶۵ سلنه پر مخ تللي.
دغه پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د USIAD مؤسسې په مالي مرسته د اوبو غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د بلخ ولایت...
د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
دغه بند د کابل دشکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۹ میلیون مترمکعبه اوبو د زیرمه کولو او د ۱.۲ میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري...
د شهروان کانال د جوړولو او بیارغولو پروژې چارې ۷۳ سلنه پر مخ تللي.
د شهروان کانال د جوړولو او بیارغولو پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختیاي بانک (ADB) په مالي مرسته د اوبو غوره مدیریت ...
د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو ودانیزې چارې کړندۍ روانې دي.
د دې کانالونو په جوړولو سره به ۴۹۳۹۷ هکتاره شاړه ځمکه د په نیمروز ولایت کې زراعت ته چمتو شي...
د پاشدان بند ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي.
پاشدان بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی؛ اساسي چارې یې بشپړې شوي چې په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي...